ناپېژاندو کسانو ننګرهار کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي
ناپېژاندو کسانو د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي او یوه مېرمنه یې ټپي کړې ده.
د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې ناپېژاندو کسانو تېره شپه د خېوې ولسوالۍ اړوند شګې سیمه کې په یوه کور د چړو او تبرګیو په واسطه برید وکړ چې پر مهال یې د یوه ماشوم، یوې مېرمنې او یوه دیني عالم چې په سیمه کې د یوه مسجد ملا امام هم و، په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او یوه مېرمنه ټپي شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې وژل شوېو کسانو کې د یادې کورنۍ هغه ځوان هم شامل دی چې نېږدې یوه میاشت وړاندې یې واده کړی و.
د ننګرهار امنیتي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت چا منلی دی.