چین د تکواندو نړیوالو سیالیو کوربتوب نه کوي
چین ویلي، د تکواندو نړیوالو سیالیو کوربتوب نه کوي.
ټاکل شوې وه، د تکواندو د اتلوالۍ ۲۵ پړاو سیالۍ د راتلونکي لمریزکال د وري میاشتې په وروستیو کې د چین په ووشي ښار کې ترسره شي، خو چین ویلي چې د دغو سیالیو کوربتوب نه کوي.
د تکواندو نړیوال فدراسیون ویلي چې د دغو سیالیو د ترسره کېدو نېټه یې ځڼډولې او د تکواندو دغه نړیوالې سیالۍ به د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې په کوم بل هېواد کې ترسره شي.
د تکواندو د اتلوالۍ نړیوالې سیالې په هرو دوو کلونو کې یوځل ترسره کېږي.