د کابل فوټبال لیګ؛ داوودزي او رفاه لوبډلو وروستي پړاو ته ورسېدل
د کابل فوټبال لیګ په سیالیو کې د داوودزي او رفاه لوبډلو د سیالیو وروستي پړاو ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې پرون چهارشنبه (د لېندۍ ۲۴مه) د دغه لیګ په الف ګروپ کې دوه لوبې وشوې چې په لومړۍ لوبه کې داوودزي لوبډلې د پنالټي شوټونو په وهلو سره په څلورو ګولونو امید درخشان ته ماتې ورکړه.
په دوهمه لوبه کې رفاه لوبډلې د پنالټۍ شوټونو په وهلو سره دوه د څلورو پر وړاندې سباوون لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې توګه رفاه او داوودزي لوبډلې د کابل فوټبال لیګ سیالیو فاینل ته لار پیدا کړه.
د کابل فوټبال لیګ دغه سیالۍ دوه میاشتې مخکې د ۲۹ لوبډلو په ګډون پیل شوي.