د اسیا جام د فوټبال سیالیو د پچې اچونې نېټه وټاکل شوه
د اسیا جام د فوټبال سیالیو د پچې اچونې نېټه وټاکل شوه.
د افغانستان ملي المپیک کمېټې د نشراتو رییس دادمحمد ناوک نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل، د اسیا د فوټبال جام سیالۍ پچه اچونه د روان لمریزکال د کب مياشتې په ۴مه نېټه ترسره کېږي.
په دې سیالیو کې به ۲۴ لوبډلې په ۶ ګروپونو کې په خپلو کې سره لوبې وکړي.
د اسیا فوټبال جام سیالۍ لوبې د ۲۰۲۲ میلادي کال په جون میاشت کې پیلېږي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله دا مهال په درېیم ګروپ کې ده او د سږکال د اسیا جام فوټبال سیالیو په پچه اچونه کې هم ګډون کوي.