کراچۍ: عدالت کې شاهدانو د ارسلان مسيد قاتلان وپېژندل
ارسلان مسید د روان کال د ډېسېمبر پر شپږمه د اورنګي ټاون په اتحاد ټاون سیمه کې هغه مهال پولیسو پر ډزو ووژلو چې له ټیوشن سنټر نه کور ته په لاره و. د هغه بل ملګری یاسر اپریدی په هغه پېښه کې ژوبل شوی و.