طالبان: کابل کې چاودنې یو تن وژلی او ۳ نور یې ژوبل کړي
کابل کې یوې چاودنې یو تن وژلی او درې تنه نور یې ژوبل کړي دي.
دا چاودنه نن شنبه (د لېندۍ ۲۷مه) ماښام مهال د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې په سیمه کې رامنځته شوې.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي، دا پېښه د یوه ګاز ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال عاقل جان عزام ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د پېښې له امله یې ژوبل شوي کسان روغتونونو ته لېږدولي.
نوموړی وايي، ددې چاودنې په اړه څیړنې لا روانې دي.