کرکټ؛ تر ۱۹ کلنې کشرې افغان لوبډلې پاکستان ته د ۵۳ منډو هدف وټاکه
د افغانستان او پاکستان د کرکټ تر نولس کلنو ملي ټيمونه نن په اسیا کپ کې سره مخ شوي.
افغان لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په ۲۳ اورونو کې له لاسه ورکړل او پاکستان ته یې ۵۳ منډې هدف وټاکه.
دا په اسیا کپ کې د افغان لوبډلې لومړنۍ لوبه ده چې په دوبۍ کې ترسره کېږي.
تمه ده افغان ټیم د اسیا کپ د نولس کلنو کم عمره جام کې تر دې لوبې وروسته له متحده عرب اماراتو او بیا له هندوستان سره مخ شي.