پاکستان کشمیر ته د منظور پښتین د ورتګ مخه نیولې
حکومت؛ د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر د ورتګ مخه نیولې ده.
په کشمیر کې حکومت پرون چهارشنبه (د مرغومې ۱) په یوه بیان کې وویل چې منظور پښتین د درې میاشتو په مخه کشمیر ته نه شي داخلیدلی او په عامه غونډو کې خبرې نه شي کولی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) د پښتنو د بشري حقونو لپاره مبارزه کوي او ادعا کوي چې په زرګونو پښتانه د پاکستان د استخباراتي ادارو له لوري تري تم شوي دي.
پروسږکال په ډسمبر کې د بلوچستان حکومت هم د منظور پښتین پر ورتګ بندیز لګولی و، د مارچ په میاشت کې بیا چارواکو دی دې ته پرې نه ښود چې د سیاسي مشر اسد خان اڅکزي د ویر په مراسمو کې برخه واخلي.
له دوه زره درېیم کال را په دې خوا د پاکستان د پوځ د عملیاتو په ترڅ کې په زرګونو پښتانه وژل شوي دي او په میلیونونو مجبوره شوي دي چې خپل کورونه پریږدي او نورو سیمو ته کډې وکړي.