د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر، افغانانو ته د ارامۍ غوښتنه وکړه
![د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر، افغانانو ته د ارامۍ غوښتنه وکړه](https://gdb.rferl.org/de050000-0aff-0242-14c7-08d9c786725d_w800_h450.jpg)
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر، افغانانو ته د ملاتړ او ارامۍ غوښتنه وکړه.
پاپ فرانسس پرون په واتیکان کې د کرسمس ورځې په مناسبت په خپله دودیزه وینا کې وویل: "ګرانه عیسی، منځني ختیځ او ټولې نړۍ ته سوله او کراري راولې. د هغه چا ملاتړ وکړئ چې له خپلو هېوادونو کډه شوېو کسانو ته بشري مرستې برابروي. د افغانستان خلکو ته ارامي ورکړې چې د څه باندې ۴۰ کلونو په جګړو کې زیاتره یې له خپل هېواده وتلي دي."
د اګسټ په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته نړیوالو بنسټونو او مرستندویو ادارو د افغانستان د بشري بحران په اړه خبرداری ورکړی دی.