د ملالې پلار: طالبان دې نجونې پرېږدي چې له ۶م پورته زده کړې وکړي
نن سلمه ورځ ده چې د افغانستان په اکثریت ولایتونو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه شته.
د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیا الدین یوسفزي نن په ټویټر کې لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو د تعلیم د مخنیوي نن سلمه ورځ ده.
هغه دا د تیارې له سلو ورځو سره تشبیه کړې ده.
ښاغلي یوسفزي له طالبانو غوښتنه کړې چې نجونو ته اجازه ورکړي چې له شپږم ټولګي پورته هم خپلې زده کړې وکړي.
طالبانو مخکې ویلي وو چې د نجونو د تعلیم په اړه پر یوه طرزالعمل کار کوي په بشپړېدو سره به یې ټولو نجونو ته د تعلیم زمینه مساعده شي.