د کندهار قومي مشران: امریکا دې کنګل شوې شتمني را پرېږدي
د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) د دې غونډې پر مهال د کندهار پخواني والي ګل اغا شیرزي وویل، که وضعیت همداسې دوام وکړي اسلامي امارات به سقوط شي: "ته خو هغه امریکا یې چې د روس په مقابل کې دې له موږ سره مرستې کولې، راشه خپل سفارت پرانېزه، سیاسي روابط سم کړه، دا هېواد بېرته په پښو ودروه، ځکه که دا اقتصاد خراب شي دا هېواد دا حکومت چپه کېږي، دا اسلامي امارت به دوام ونه کړي."
وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو د امریکا متحد ایالاتونو د افغانستان شااوخوا نهه نیم میلیارډه ډالر اسعاري زېرمه کنګل کړه او یو شمېر مرستندویانو لکه نړیوال بانک او وجهي صندوق هم په سلګونو میلیونه ډالر ګرځولي دي او وایي چې دا پیسې به تر هغو ورنه کړي چې طالبان ټولشموله حکومت جوړ نه کړي او بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه رعایت نه کړي.
طالبان وایي، حکومت یې ټولشموله دی او د اسلام په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دي.