برېښنا شرکت: له ازبیکستانه وارداتي برېښنا ۵۰ سلنه کمه شوې
د برېښنا شرکت په وینا د دې علت تخنیکي دی او هڅې روانې دي چې ډېر ژر دا ستونزه حل شي.
دې ستونزې د کابل په شمول د افغانستان د پنځلس ولایتونو برېښنا اغېزمنه کړې ده.
افغانستان شااوخوا اویا فیصده برېښنا له ازبیکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.
د ژمي په را رسېدو سره د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د برېښنا پارچاوي زیاته شوې ده.