د امریکا ولسمشر نن خپل روسي سیال سره په ټیلیفون غږیږي
دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د اوکراین له پولې سره نژدې د روسیي ځواکونو د شمېر د زیاتېدو له امله د دواړو هېوادو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.
په ورته وخت کې مسکو له واشنګټن څخه امنیتي تضمین غواړي.
د امریکا د ملي امنیت د سلاکار ویاندې ایمیلي هارن پرون چهارشنبه (د مرغومي ۸مه) په یوه بیان کې وویل چې دواړه مشران به پر یو شمېر موضوعاتو وغږیږي چې په دې کې له روسیې سره په راتلونکي کې ډپلوماټیک روابط هم شامل دي.
بل لور ته ټاکل شوې ده چې د جنوري په لسمه په جنیوا کې د متحد ایالاتونو او روسې چارواکي د مسکو د امنیتي غوښتنو په ارتباط خبرې وکړي چې دې مذاکراتو ته سر له اوسه تیاری روان دی.
مسکو د ختیځ لور ته د ناټو پراختیا ته اندېښنه لري او واشنګټن له اوکراین سره نژدې د روسې پراخ نظامي حضور ته.