د هند تر واک لاندې کشمیر کې په یوه معبد کې ټیل ماټیل ۱۲ کسان ووژل
چارواکو خبر ورکړ چې د ویشنو دیوي په نوم د هندوانو په مشهور عبادت ځای کې د دې پېښې پر مهال ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ځینو ټپيانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.
عیني شاهدان وایي، کله چې خلکو د نوي کال د عبادت لپاره بېړه وکړه، یو بل پسې ولوېدل.
د ویشنو ډیوي معبد د جمو له ښاره نژدې شپېه کیلومتره لېرې دی.