کاناډا په یونان کې مېشتو افغانو ښځینه قاضیانو ته پناه ورکوي
د کاناډا د کډوالو چارو د وزارت یوه ویاند پرون وویل چې کاناډا به د دغو ښځینه قاضیانو کورنیو نور غړي هم د مهاجرو په توګه ومني.
ټاکل شوې ده چې دا قاضیانې چې شمېر یې لا نه دی معلوم روان ۲۰۲۲ کال کاناډا ته له خپلو کورنیو سره ولاړې شي، خو تر اوسه یې د تګ دقیقه نېته نه ده ټاکل شوې.
وروسته تردې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو، کاناډا ژمنه وکړه چې ۴۰ زره هغو افغانانو ته به چې ژوند یې په خطر کې دی پناه ورکړي.