ملګري ملتونه: له یو میلیون او یولک بې ځایه شوېو افغانانو سره مرسته شوې
دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې د اروپايي ټولنې تر څنګ د جرمني، د امریکا متحدو ایالاتونو، بریتانیا او نورو هېوادونو مننه کړې چې د دوی په همکارۍ له دغو کسانو سره مرسته شوې ده.
د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له ازادي راډیو سره په خبرو کې په هېواد کې د بې ځایه شوېو شمېر یو میلیون ښوولی، خو نورو سازمانونو دا شمېر تر دې زیات یاد کړی دی.