د احصایې ملي ادارې ۴ میاشتو کې ۳۴۰ زره برېښنايي تذکرې ویشلي
اوسمهال په ټول هېواد کې د پخوانیو چاپ شوېو تذکرو د وېش لړۍ روانه ده او په ۲۰ نورو ولایتونو 'کابل، ننګرهار، کنړ، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کندهار، زابل، بلخ، هرات، جوزجان، بغلان، غزني، بدخشان، کندز، فراه، نورستان، سمنګان او تخار' کې د نوېو تذکرو د چاپ او وېش بهېر هم په عادي ډول پرمخ ځي.
په یادو ولایتونو کې هره ورځ له ۱۳ تر ۱۵ زرو کسانو ته برېښنایي تذکرې وېشل کېږي.
دا اداره دغه راز ژمنه ده چې د تخنیکي ټیمونو له نظارت او ارزونې وروسته په پاتې نورو ولایتونو کې هم د الکترونیکي تذکرو وېش چارې بېرته عادي بڼې ته راوګرځوي.
د ویلو وړ ده چې د الکترونیکي تذکرو غوښتونکي په کابل او هرات کې په انلاین بڼه او په پاتې نورو ولایتونو کې په کمپیوټري بڼه د فورمو له ډکولو وروسته کولی شي د الکترونیکي تذکرو د ترلاسه کولو په موخه اقدام وکړي او په لنډ ممکن وخت کې خپلې تذکرې ترلاسه کړي.