د افغانیو د ترویج کمپاین کې د کرکټ د افغان ملي ټیم لوبغاړو هم برخه واخيسته
د افغانستان بانک له څو ورځو راهیسې د چارواکو، عامو خلکو او تازه د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو پيغامونه خپاره کړي چې خلک د افغانۍ کارولو ته رابولي.
له دې ډلې حمید حسن وايي: "درنو هېوادوالو که د خپل هېواد سره مینه لرئ، افغانۍ وکاروئ!"
د افغانستان بانک په وینا، دا کمپاین د افغانیو د اسعارو د ودې او بقا، په لویو بازارونو کې له افغانیو سره د سوداګري او د افغانۍ د زیات کارولو په هدف ترسره کېږي.
د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې بهرنۍ راکړه ورکړه منع شوې ده.
څه موده وړاندې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت په بېسارې توګه ولوېد.