بایډن خپل اوکرایني سیال ته: که روسیې پر تاسو تهاجم وکړ، قاطع ځواب به ورکړو
سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر بایډن تېره شپه له زلنسکي سره په ټیلیفوني تماس کې د اوکراین د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د خوندیتوب لپاره د امریکا پر ژمنه ټینګار وکړ.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل، دواړو مشرانو د هغو ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ وکړ چې راروانه اوونۍ د ناټو او روسیې د شورا او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له لارې پیلېږي.
دا په تېرو درېیو اوونیو کې دوهم وار دی چې د امریکا او اوکراین ولسمشران ټيلیفوني خبرې کوي.
د اوکراین پر پوله د سلګونو زره روسي پوځیانو ځای پر ځای کېدو ناټو اندېښمنه کړې ده.
په کیف کې چارواکو اندېښنه ښوولې چې روسیه ممکن په راروانو اوونیو کې پر اوکراین حمله وکړي، خو روسیه دغه تور ردوي.