یونېسف: سږ کال به افغانستان کې له ګرځنده مرستندویه ټیمونو بشپړ ملاتړ کوو
جورج لاریا اجې په خپل ټویټر باندې دا خبره کړې ده.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق دغه مسؤل زیاته کړې چې سیار ټيمونه په کلیوالو او ليرو پرتو سیمو کې فوقالعاده مؤثره تمام شوي او د ګڼو خلکو په تېره بیا میندو او ماشومانو لپارهیې اړین او ژوند ژغورونکي صحي او نور خدمتونه وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې افغانستان کې ۲۳ ملیونه خلک له لوږې سره مخ دي چې له دې ډلې شااوخوا ۳ نیم ملیونه ماشومان په سخت خطر کې دي.