د قزاقستان ولسمشر معترضانو ته: پر دولتي او پوځي ودانیو حمله غیرقانوني ده
ولسمشر توقایف ملت ته په یوه ویډیويي وینا کې دې ټکي ته داسې وخت اشاره وکړه چې د قزاقستان په ګڼو ښارونو کې اعتراضونه روان دي.
هغه ټینګار وکړ چې حکومت به نه نسکورېږي، خو موږ د شخړې پرتله دوه اړخیز اعتماد او ډیالوګ غواړو.
ولسمشر دا غوښتنه داسې مهال مطرح کوي چې تر دې مخکې په راپورونو کې وویل شول چې امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر وړاندې بې سدوونکي لاسي بمونه کارولي دي.
پرون ناوخته په سلګونو معترضانو هڅه وکړه چې په لوی ښار الماتې کې د ښاروال پر دفتر یرغل ور وړي.
د بیو د لوړېدو له کبله د قزاقستان په لویدیځ کې دغه اعتراضونه تېره یکشنبه پیل شول چې وروسته یې لمن نورو ښارونو او ښارګوټو ته پراخه شوه.