د سالنګ لویه لاره د مسافر وړونکو موټرونو پر مخ پرانیستل شوه
ددې ادارې اجرايي مدیر سمیع الله ولي زاده نن چهارشنبې( د مرغومې په ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل: " د ۱۱ بجو په شااو خوا کې د وضعیت له ښه کېدو او د لارې له پاک کارۍ وروسته، دا لویه لاره د تګ راتګ لپاره خلاصه شوې ده. اوس یوازې د زیات بار لرونکو موټرو پرته، لاره د نورو موټرو پر مخ پرانیستې ده. "
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې په وینا تېره شپه په جنوبي سالنګ کې د توفان او درنې واورې ورېدو له کبله پر سړک څلور ځایه واوره راښویېدلې وه چې د سالنګ لویه لاره یې تړلې وه.
هر کال په ژمې کې د سختو واورو وریدل د سالنګ پر لاره د موټرو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې جوړوي.