شمالي کوریا: ازمویل شوی توغندی له غږ چټک او نور مانورونه کولی شي
دا د شمالي کوریا له خوا د هایپرسونیک یا له غږ چټکو توغندیو دوهمه ازموینه وه چې دې هېواد پرون چهارشنبې (د مرغومي ۱۵مه) ترسره کړه.
مخکینې یوه یې په سېپټمبر میاشت کې ترسره کړې وه. د راپور له مخې مخکې له دې چې دغه توغندی په ۷۰۰ کیلومترۍ کې ټاکلی هدف وولي، ۱۲۰ کیلومتره یې مانورونه ترسره کول.
د جنوبي کوریا او جاپان پوځونو ویلي چې یو توغندی یې کشف کړی، خو زیات جزییات یې نه دي ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه ازموینه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بندیزونو سرغړونه ده او هغه د شمالي کوریا ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې ته یو ګواښ دی.