بېلاروس په مینسک کې د پولنډ شارژدافیر احضار کړی
پولنډ وایي، بېلاروس په مینسک کې د پولنډ شارژدافیر احضار کړی دی چې وارسا ته له بېلاروس څخه د یوه پولنډي ډپلوماټ د ایستلو خبر ورسوي.
د پولنډ حکومت په یوه بیان کې چې پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۵مه) یې خپور کړ وویل چې د بهرنیو چارو وزارت دا تاییدوي چې مینسک د بېلاروس په سرحدي ښار بریسټ کې د پولنډ له کونسله غوښتي دي چې د دوی له خاورې ووځي.
د پولنډ او بېلاروس ترمنځ د کډوالو پرسر کړکېچ زیات شوی دی، د اروپایي ټولنې غړی پولنډ وایي چې بېلاروس کډوال هڅوي چې پولنډ ته داخل شي او د بېلاروس دیکتاتور الکساندر لوکاشینکا په دې ډول غواړي چې له اروپایي ټولنې څخه د اقتصادي بندیزونو غچ واخلي.