امریکا او اروپا پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید د سختو عواقبو خبرداری ورکړ
د امریکا متحد ایالاتونو او اروپايي شریکانو یې پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په صورت کې د سترو عواقبو خبرداري زیات کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چهارشنبې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک ته په واشنګټن کې هرکلی ووایه.
د دواړو په لېدنه کې مهمه مسئله له روسیې سره راتلونکې خبرې وې.
بلېنکن وویل ده او بایربوک د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې ځواکونو د پنډېدو مسئلې پر وړاندې د ډیپلوماسۍ د پر مخ وړلو او د ټرینګلتیا د راکمولو پر غوراوي ټېنګار وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل دوی به د وضعیت پر وړاندې ډیپلوماټیکې لارې او ډیپلوماټیک هواري ته ډېر ترجیح ورکړي او زیاته یې کړه چې دا خبرې به دا وازمويې چې روسیه هم دا لاره غواړي که نه.
بایربوک بیا وویل چې دا او بلېنکن په دې موافق دي چې د وړاندې تګ لپاره د ښې لارې موندل مهم دي او د جرمني پر دې درېځ یې ټېنګار وکړ چې د سیاسي هواري بدیل نه شته.
د امریکا او جرمني د بهرنیو چارو د وزیرانو دا غونډه داسې مهال کیږي چې راتلونکې اوونۍ په جینوا کې د روسیې او امریکايي چارواکو تر منځ خبرې او د ناټو او روسیې د شورا غونډه پلان شوې دي.
روسیه غواړي چې په دې خبرو کې دې د ناټو د پراختیا پر ضد د دوی د امنیتي تضمین پر غوښتنه بحث وشي.
داسې مهال چې بایربوک واشینګټن ته تللې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل اوکراین سره د اروپايي ټولنې د ملاتړ ښودلو په خاطر دې هېواد ته په سفر تللی دی.
بوریل د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره په شریکه خبرې غونډه کې وویل چې کییف او بروکسل په ډیپلوماټیکو لارو د ټرینګلتیا کمول غواړي.