فرانسې ایران سره د اټمي تړون بېرته ستنېدو ته خوشبیني ښکاره کړه
ښاغلي ژان-ایو لو دریان 'بي ایف اېم' ټلوېزیون او 'ار اېم سي' راډیو ته وویل چې ده دا ډاډ ترلاسه کړی دی چې یوه موافقه به وشي او په تېرو څو ورځو کې په دې خبرو کې پرمختګونه شوې دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، له څو ورځو راهیسې خبرې په سم لوري درومي خو وخت مهم دی او که ژر موافقه ونه شي بیا خبرې نه شي کیدای.
له ایران سره د نړۍ پیاوړیو قدرتونو په دوه زره پنځلسم کال کې اټمي تړون وکړ. د امریکا متحد ایالاتونه درې کاله مخکې له دې تړونه بهر شول او پر ایران یې نور بندیزونه ولګول.
اوس واشنګټن هم ویلي دي چې د جنوري د درېیمې نېټې په پیل شوېو خبرو کې څه پرمختګ شوی دی.