د اوکراییني الوتکې د یاد مراسم؛تروډو: د روڼتیا او عدالت مبارزې ته دوام ورکوو
دوه کاله مخکې د مرغومي په ۱۸مه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو یوه الوتکه په دوو توغندیو ووېشته او نسکوره یې کړه.
ټوله ۱۷۶ سورلۍ یې ووژل شوې، په کې ګڼ ایراني، کاناډایان او د نورو هېوادونو اتباع وو.
د کاناډا صدراعظم بېګا د یادې پېښې د قربانیانو د یادښت مراسمو کې وویل چې الوتکه د ایراني چارواکو د غفلت او د انسانانو ژوند ته د بشپړۍ بې پامۍ له امله وېشتل شوې.
جسټن ټروډو ټینګار وکړ چې کاناډا به له نورو هېوادونو سره د متحدې جبهې په توګه کار وکړي او تر هغو به ارام نه شي چې ایران ځواب نه وي ورکړی.
په غونډه کې د قربانیانو د کورنیو غړو غوښتنه وکړه چې قضیه دې د جرمونو نړیوالې محکمې یا د کاناډا د جرمونو محکمې له لارې تعقیب شي.