د عفوې سازمان طالبانو ته: فیض الله جلال سمدستي خوشې کړئ
ښاغلی جلال چې د رسنیو له لارې د سپینو خبرو او انتقادي لهجې په خاطر نوم لري د راپورونو له مخې پرون طالبانو په کابل کې له خپل کوره ونیو.
د ښاغلي جلال لور حسینه جلال پر طالبانو غږ کوي چې پلار یې خوشې کړي.
نوموړې ازادۍ راډیو ته وویل، پلار یې په نامعلوم دلیل نیول شوی او له نیول کېدو څو ساعته وروسته هم دوی له هغه سره اړېکه نه لري.
ًحسینه وایي:" استاد په تېرو دوو لسېزو کې او مخکې د عدالت او د قانون د حاکمیت لپاره مبارزه کړې ده. یوه میاشت مخکې پر اوسني نظام له سخت انتقاد وروسته تر تعقیب لاندې او له ګواښ سره مخامخ و، او نن بې له کوم دلیله ونیول شو."
طالبانو تراوسه د فیض الله جلال د توقیف په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي جلال تېره میاشت د یوې ټلوېزیوني خپرونې په بحث کې د طالبانو پر حکومتولۍ د سختو انتقادونو ترڅنګ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ته هم سپکاوی کړی و.
د ښاغلي جلال توقیف پر ټولنیزو شبکو هم پراخ غبرګونونه پارولي دي.