صربیا کې يوې نړیوالې کمپنۍ ته د لیتیم کان د استخراج سپارلو ضد لاریونونه
دا له څو اونیو راهیسې د پیل شویو هغو اعتراضونو دوام دی چې موخه یې له دې پلانه لاس اخیستلو ته د حکومت اړ اېستل دي.
مظاهرې ماسپښېن مهال پیل شوې او یو ساعت یې دوام وکړ چې په ترڅ کې یې معترضانو د پلازمېنې بلګراد او نووي ساد ښار اصلي لویې لارې بندې کړې.
همداراز په پیساک ښار کې هم شااوخوا ۱۰۰ کسان راټول شول، د ښار اصلي سړک یې بند کړ.
د راپورونو له مخې په څو نورو ښارونو او ښارګوټو کې هم ورته مظاهرې وشوې.
دا په داسې حال کې ده چې ریو تینتو کمپنۍ چې مرکز یې په لندن کې دی او په نړۍ کې د فلزاتو او کانونو د استخراج په چاره کې دوهم ځای لري د صربیا په لویدیځ کې د لیتیم د یوه کان د استخراج په برخه کې څېړنې پیل کړې.