د هرات د صنایعو او کانونو خونه: ۷۰ سلنه تولیدي کارخونې له سقوط سره مخ شوي
د هرات د صنایعو او کانونو خوني رئیس حمیدالله خادم نن یکشنبې( د مرغومې په ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل، د بانکونو په فعالیتونو کې ستونزې او د اومه موادو نشتوالی د دغو کارخونو د فعالیتونو د درېدو لاملونه دي.
د ښاغلي خادم په خبره، د کارخونو مالکان نه شي کولای چې له بانکه ډیرې پیسې راوباسي ترڅو له هېواده بهر اومه مواد وپیري او خپلې کارخونې پرې فعاله وساتي.
ښاغلی خادم وایي چې پخوا به دې کارخونو لسګونه ډوله خوراکي مواد او ساختماني توکي تولیدول چې د فعالیت په درېدو سره یي سلګونه ځوانان هم بې کاره شوي دي.
د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې د معلوماتو پر بنسټ، د دې خوني غړو څو ځلې یادې ستونزې د طالبانو له حکومت سره شریکې کړې او هغوی یي هم د هوارۍ ژمنه کړې خو په خبرې یې لا هم پر ځای دي.