ایران: موږ تل له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا غوښتې
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تهران ته د افغان پلاوي له رسېدو سره سم په یوه بیان کې یوازې همدا لیکلي او نور جزئیاتیې نهدي ورکړي.
په افغان پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد سرپرست وزیران، د افغانستان بانک لوی رئیس او د څو وزارتونو معینان غړيتوب لري.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق د پلاوي د سفر د اهدافو په اړه ازادۍ راډیو ته وویل:" دا پلاوی به د افغانستان او ایران د اړیکو د لاپیاوړتیا، د تجارت او صنعت او د سرحدونو او نورو موضوعاتو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي."
د طالبانو مشرانو له دې مخکې هم څو ځلې ایران ته سفرونه کړي خو د زمري په ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د طالبانو پلاوی په رسمي سفر ایران ته ځي.