په چین کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم استعفا وکړه
په پېکېنګ کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم نن استعفا وکړه.
ښاغلي قایم پر ټویټر په یوه بیان کې خپله استعفا اعلان کړې او لیکلي یې دي چې د یو لړ شخصي او مسلکي دلایلو په خاطر خپله دنده پرېږدي.
هغه زیاتوي چې نه غواړي دا دلایل یاد کړي.
څو اوونۍ مخکې په ملګروملتونو کې د افغانستان پخواني سفیر او فوق العاده استازي غلام محمد اسحاق زي هم خپله استعفا وړاندې کړه او پر ځای یې د ده مرستیال نصیر احمدفایق پر دنده وګومارل شو.
په بهر کې د افغانستان ډیپلوماتیکي استازولۍ د طالبانو له واکمنېدو وروسته په یوه لانجمنه مسئله بدله شوې ده.
د افغانستان سفارتونه او استازولۍ له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي ځکه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
په یو شمېر هېوادونو کې پخوانیو سفیرانو په لویدیځو هېوادونو کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې او ځینو نور د تنظیمونو استازولي کوي.