بلېنکن: د امریکايي ډیپلوماټانو د مرموزې ناروغۍ په اړه مو له روسیې سره خبرې کړي
هغه ویلي په دې لټه کې دي چې د هاوانا سندروم په نوم د دې ناروغۍ رېښې پیدا کړي ځکه تر دوو سوو امریکايي ډیپلوماټان، چارواکي او د هغوی د کورنۍ غړي پرې اخته شوي.
ښاغلي بلېنکن له 'ام اس ان بي سي' سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل چې امریکا دا مسئله له روسیې سره شریکه کړې، خو تراوسه یې په اړه پرېکړه نه ده شوې چې څوک یې مسؤل دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په وال سټریټ ژورنال کې د امریکايي ډیپلوماټانو د ناروغۍ په اړه د یوه راپور له خپرېدو وروسته وکړې.
متحده ایالاتو دا په ډاګه کړې که هر څوک د امریکايي چارواکو تر منځ د دې مرموزې ناروغۍ د خپرېدو مسؤل وي "سخت عواقب به ولري"
د متحده ایالاتو چارواکي شک لري چې د راډیو فریکوینسي یا د انرژي برید په کیوبا ، چین ، روسیې ، اروپا او نورو ځایونو کې د متحده ایالاتو ډیپلوماتان، استخباراتي چارواکي ناروغه کړي او ان یې د ځینو مغزونو ته صدمه رسولې ده.