د افغانستان د تکواندو فدراسیون رئیس نجیبالله سکندر له برمته کوونکو ازاد شو
ښاغلي سکندر د سې شنبې په شپه د شپې د لس نیمو بجو خوا ته خپل کور ته روان و چې د ښار د څلورمې او پنځمې امنیتي حوزې ترمنځ تری تم شو.
د تکواندو فدراسیون ویاند ذبیحالله شهزاد په فېسبوک کې لیکلي چې نجیبالله سکندر خوشې شو او اختطاف کوونکي نیول شوي دي.