امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته ولاړ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ټویټر کې لیکلي دي چې دا پلاوی د ترکمنستان په بلنه هغه هېواد ته تللی دی.
په ټویټر کې ویل شوي چې د طالبانو پلاوی به د ترکمنستان له چارواکو سره د سوداګرۍ، انرژۍ، ریل پټلۍ، ټاپي پروژې او تحصیلي بورسونو په اړه خبرې وکړي.