ایران، چین او روسیې خپل درېیم پوځي سمندري تمرینونه پیل کړل
ایران، چین او روسیې نن د هند په سمندر کې خپل درېیم پوځي سمندري تمرینونه پیل کړل.
دا تمرینونه داسې مهال پیلېږي چې درې واړه هېوادونه د امریکا له متحدو ایالاتونو سره د سیمې په سطحه له تقابل سره مخامخ دي.
د ایران د سمندري ځواکونو ویاند مصطفی تاج الدیني د دغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د دوی وسله والو ځواکونو او سپاه پاسداران انقلاب نن 'د ۲۰۲۲م زیږدیز کال د امنیتي- سمندري کمربند" په نوم پوځي تمرینونو کې له وړو کښتو او څرخي الوتکو سره برخه واخیسته.
په دغو تمرینونو کې بېلابېل تاکتیکونه له دې جملې په اور د سوځېدونکې کښتۍ ژغورنه، د غلا شوې کښتۍ خوشې کول او د شپې پر مهال پر هوايي اهدافو انداختونه شامل دي.
ایران، چین او روسیې په ۲۰۱۹م زیږدیز کال کې هم د هند په سمندر او عمان سمندرګي کې ګډ پوځي تمرینونه کړي وو.
له کله چې د ایران تُندلاری ولسمشر، ابراهیم رئیسي په تېره جون میاشت کې واک ته ورسېد، له مسکو او پېکیکنګ سره یې د اړیکو د پیاوړتیا پالیسي غوره کړې ده.