په جرمني کې د کرونا ویروس د اومیکرن بڼې پېښي زیاتې شوې
جرمني وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د اومیکرون بڼه ډېره خپره شوې ده.
د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېرې پېښې په پلازمېنه برلین کې ثبت شوي او له یوې اوونۍ راهیسې د ورځې په متوسط ډول یولک تنه په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د جرمني رابرت کوخ انستیتیوت ویلي چې له دې سره په یو وخت د دغه هېواد نیمايي وګړو تقویتي واکسین کړی دی.
د جرمني یوه وتلي ویروس پېژاند اولیور کیپلر ویلي چې ژر به د هېواد روغتونونه له هغو ناروغانو ډک شي چې د کرونا په اومیکرون بڼې اخته شوي دي.
که څه هم د کرونا اومیکرون بڼه ژر خپرېږي خو ویل کېږي چې شدت یې د کرونا تر نورو ډولونو کم دی.
د ۲۰۱۹ په پای کې د کرونا وبا د خپرېدو له پیله تراوسه پورې په جرمني کې څه باندې ۸ ملیونه او ۶ لکه تنه په دې ویروس اخته شوي دي.