بایډن: امریکا او اروپا اوکراین کې د روسیې پر وړاندې موافقې ته رسیدلي
بایډن دا څرګندونې پرون له اروپایي متحدانو سره تر ویډیویي غونډې وروسته خبریالانو ته وکړې.
د بریتانیا صدر اعظم بورېس جانسن هم د امریکا، ایټالیا، پولنډ، فرانسې، جرمني او دغه راز اروپایي شورا، اروپایي کمېسیون او ناټو له چارواکو سره تر لیدو کتو وروسته ورته څرګندونې کړي دي.
دغو لویدیځو هېوادونو هوکړه کړې چې که پر اوکراین د روسیې د یرغل امکانات ډېریږي، دوی به غچ اخیستونکې لارې چارې سنجوي چې دې اقداماتو کې د بندیزونو یوه مجموعه هم شامله ده.
له دې وړاندې د ناټو غړو هېوادونو ویلي چې ختیځه اروپا کې یې ځواکونه د تیار سی حالت کې دي.