فایزر او بایو ان ټیک د یوه نوي واکسین کلینیکي ارزونه پيل کړې
دوی ویلي چې امریکا کې یې څه باندې ۱۴۰۰ کسانو ته دا واکسین ورکړی چې اوس یې دوی د بدن د خوندیتوب کچه او نور اغیز څيړي.
دغو شرکتونو د روانې میلادي میاشتې په سر کې اعلان وکړ چې د اومېکرون ضد واکسین تولید یې پيل کړی دی.
دغو شرکتونو له دې وړاندې ویلي چې د کرونا لپاره اصلي جوړ شوی واکسین یې د اومېکرون پر وړاندې په بشپړ ډول د خلکو ساتنه نه شي کولای.