د افغانستان بانک: نغدې بشري مرستې د افغانیو پر ارزښت اغېز لري
د افغانستان مرکزي بانک وايي، له افغانستان سره نغدې بشري مرستې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت په لوړولو کې نېغ په نېغه اغېز لري.
د دې بانک ویاند صابر مومند نن چهارشنبه (د سلواغې ۶مه) ازادي راډيو ته وویل چې د بشري مرستو له پیله تراوسه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.
د صرافانو د ټولنې مرستیال حاجي دادګل هم دا مساله تائیدوي او وايي، له اړمنو سره شوې نغدې مرستې کله چې په بازار کې تبادله کېږي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت په لوړولو مستقیم تاثیر کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د یکشنبې په ورځ ۳۲ میلیونه ډالره د افغانستان نړیوال بانک (AIB) حساب ته انتقال شول.
دا له افغانستان سره د بشري مرستو د لړۍ پنځمه دوره ده چې د لړم یا عقرب میاشتې له وروستۍ اوونۍ وروسته هره اوونۍ افغانستان ته انتقالېږي.