طالبان: کندز کې پر ۵۱۵ جريبه ځمکه ميوه لرونکي بڼونه جوړ شوي
د طالبانو د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت بېګاه ناوخته په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د کرنې سرپرست وزير دغه ولايت ته په خپل رسمي سفر کې له ياد ولايت څخه په تېرو ۵ مياشتو کې د حکومت خزانې ته د شااوخوا ۹۰ ميليونه افغانۍ د عوايد د ورتک خبره هم کړې.
په خبرپاڼه کې د وزير په حواله ويل شوي چې ياد ولايت کې د ځمکو له غاصبينو سره د چټکې مبارزې په ترڅ کې شااوخوا ۵۰۰۰ جريبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او د حکومت په واک کې راغلې.
د کرنې وزير په داسې کې په کندز ولايت کې د کرنې برخه کې د پرمختګ خبره کوي چې له ياد ولايته په تېره کې د خپاره شوېو راپورونو پر بنسټ کروندګر اصلاح شوېو تخمونو او لازمې ماشينرۍ ته د نه لاسرسي په صورت کې له سختې ستونزې سره مخ دي.