په روسیه کې د کرونا وبا له پیل راهیسې د مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر ثبت شوی
روسي چارواکو نن په دې هېواد کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له ۱۲۴ زرو د زیاتو کسانو د اخته کېدو خبر ورکړ.
د کرونا د وبا له پیله دا په روسیه کې په یوه ورځ کې د کرونا ویروس د مثبتو مواردو تر ټولو لوړه شمېره ده.
د روسيې روغتیايي چارواکو همداراز په ۲۴ ساعتونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له وجې د ۶۲۱ کسانو د مړینې خبر ورکړی.