د ډنمارک یوې محکمې ۳ ایرانیان د معلوماتو په راټولولو تورن کړل
د ډنمارک یوې محکمې نن جمعه (د سلواغې ۱۵مه) درې ایرانیان په دې تورن کړل چې د سعودي عربستان یوې استخباراتي موسسې ته یې اطلاعات راغونډول.
محکمې څرګنده کړه چې دا درې تنه په لندن کې د مېشتې ایرانۍ بیلتون غوښتونکې ډلې، د اهواز د ازادۍ لپاره د عرب غورځنګ غړي دي.
په دې درې کسانو کې دوه نارینه او یوه یې ښځه ده چې د ډنمارک تابعیت لري.