ایران له یوه نوي میزاییل څخه پرده لېرې کړه
ایران له یوه نوي میزاییل څخه پرده لېرې کړې چې د راپورونو له مخې کولی شي، ۱۴۵۰ کیلو متره واټن ووهي او په سیمه کې تر امریکایي اډو او اسراییل پورې ورسېږي. تر هغه هېواد پورې چې په سیمه کې د ایران د اوږدې مودې دښمن ګڼل کېږي.
د ایران د دولتي ټلوېزیون او د تسنیم خبري اژانس د راپورونو له مخې د خېبر شکن په نوم دغه توغندۍ نن نندارې ته وړاندې شو.
ایران ته د اسراییل د خاورې نژدې برخه شااوخوا زر کیلومتره واټن لري.
د یو شمېر راپورونو له مخې چې په خپلواکه توګه یې تاییدېدل ګران دي، دغه توغندۍ له زیات دقته برخمن دی، په بشپړه توګه د ایران خپل تولید دی او کولی شي، د هوایي مدافعې سیسټم په نښه کړي.