میدان وردګو کې د غشو وېشتلو لوبه؛ د ادم خېلو لوبډلې سیالۍ وګټله
د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د غشي وېشتلو لوبه وشوه.
د بدني روزنې او ورزش ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ادم خېلو او خواجه انګور لوبډلو ترمنځ د غشي ويشتلو سیالۍ وشوه.
دا سیالۍ چې یوه ورځ یې دوام وکړ، دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه، خو په پای کې د ادم خېلو لوبډله بریالۍ شوه او سیالي یې د یوې نومرې په توپیر وګټله.
د دې سیالۍ په پای کې د دواړو لوبډلو غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.