په پاکستان کې یو ښوونکی په عمري قید او ۳ سوه ډالره نغدي جریمې محکوم شو
د پاکستان په سند ایالت کې یوې محکمې د یوه هندو کالج یوه استاد ته مقدساتو ته د سپکاوي په خاطر د عمري قید او ۳ سوه ډالره نغدي جریمې سزا ورکړې ده.
ناوټن لال د ۲۰۱۹کال په سپټمبر کې وروسته له هغې توقیف شو چې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوه چې په کې یو محصل دغه هندو استاد تورنوي چې د اسلام د پیغمبر ضد یې مقدساتو ته سپکاوی کړی دی.
د ناوتن لال یوه خپل ازادي راډیو ته ویلي چې له دغه تور پرته په محکمه کې د هغه پرضد هېڅ یو شاهد نه و.
دغه محصل په دې ویډیو کې ویلي چې ده لیدلې چې لال مقدساتو ته سپکاوي کړي او له هغه وروسته چې دغه ویډیو خپره شوه یوه سیمه ییز ملا له پولیسو سره د هغه ضد دوسیه پرانیسته.
سیمه ییز هندو مدافع وکیل رامش کومار وویل، د محکمې دغه پریکړه به چې د اکثریت مسلمانانو تر فشار لاندې شوې، استیناف ته وړاندې کړه.
کومار ازادي راډیو ته وویل چې له لوړې محکمې به وغواړي چې دغه قضیه په عادلانه توګه وڅیړي.