د سوداګرۍ خونه: افغانستان او ترکیه دې د سوداګرۍ هوکړه وکړي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریز هوکړه لیک د لاسلیک کېدو غوښتنه کوي.
د سوداګرې او پانګونۍ خونې مرستیال یونس مهمند ازادي راډیو ته وویل، په کابل کې د ترکیې سفارت له چارواکو سره یې په پرونۍ لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډ سوداګریز هوکړه لیک په رامنځته کېدو او د افغان او ترکي پانګه والو ترمنځ پر ګډې پانګونې خبرې وکړې.
د ښاغلي مهمند په خبره افغان او ترکي سوداګرو په تېرو شلو کلونو کې د سوداګرۍ او کانونو د ایستلو برخه کې په خپلو کې ښه کاري اړیکې جوړې کړي او دا ګډ کار کولی شي په راتلونکي کې د کانونو ایستلو او سړک جوړونې برخه کې لا ډېرې پانګونې ته لار هواره کړي.
دې ناسته کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې افغان سوداګرو ته د ترکیې د وېزو په ورکړه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه کړې او د ترکیې سفارت هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.