طالبان د سوداګریزو بندرونو د چارو سمون ته طرزالعمل جوړوي
د طالبانو حکومت د افغانستان د سوداګریزو بندرونو د چارو د سمون لپاره یو طرزالعمل جوړوي.
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان د هوایي او ځمکنیو سوداګریزو بندرونو د چارو سمون لپاره د طرزالعمل جوړولو په هدف د اقتصادي او امنیتي کمېسیون ناسته پرون د ۷ وزارتونو او دوو ریاستونو د استازو په ګډون په سوداګرۍ وزارت کې جوړه شوه.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د یاد طرزالعمل د جوړولو هدف په سوداګریزو بندرونو کې سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول بولي.
د بندرونو اقتصادی او امنیتي کمېسیون د طالبانو حکومت د وزیرانو شورا د پرېکړی پر بنسټ را منځته شوی او مسوولیت لري چې د سوداګریزو توکو د قاچاق مخنیوي، د سوداګریزو توکو د کیفیت کنټرول او د صادراتو او وارداتو د چټکېدو په برخه کې ګامونه پورته کړي.