په افغانستان کې 'یو بهرنی خبریال' اختطاف شوی
په افغانستان کې د یو لوېدیځ خبریال د تښتول کېدو یا نیول کېدو راپورونه ورکړل شوې دي.
یوې سرچینې ازادي راډیو ته د دې لوېدیځ خبریال نادرکه کېدل تایید کړي.
ازادي راډیو دا مهال د دې خبریال د خوندیتوب په پار د نوموړي له نوم اخیستلو څخه ډډه کوي.
ځینې افغان خبریالان چې ادعا کوي په دې اړه معلومات لري وايي دا خبریال د یو شمېر نورو بهرنیو سره کابل کې نادرکه شوی دی.
تر اوسه پورې طالبانو د دې لوېدیځ خبریال او ورسره د نورو بهرنیو د نادرکه کېدو یا تښتول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.