افغانستان بنګله دېش سره درېیمه نړېواله یو ورځنۍ سیالي لري
ټاکل شوې روانه اوونۍ د دوشنبې په ورځ افغانستان له بنګله دېش سره خپل درېیمه نړېواله یو ورځنۍ سیالۍ وکړي.
افغانستان له دې وړاندې بنګله دېش ته دوه سیالۍ بایللې وې.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله له دې درې یو ورځنیو سیالیو وروسته له بنګله دېش سره دوه شل اوورېزې نړېوالې لوبې هم کوي چې هغه به هم د راتلونکې میلادي میاشتې په اوله او پنځمه ڼېټه وي.
افغانستان د بنګله دېش خلاف د درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍکې دوهمې لوبې بایللي چې د ورلډ کپ سوپرلیګ په درجه بندۍ کې شاته راغی.
افغانستان په پرونۍ ماتې سره خپل ځای اسټرالیا ته پرېښود او اووم مقام ته ښکته شو، خو بنګله دېش په لسو بریاوو سره د انګلستان څخه لومړی مقام ترلاسه کړ.